تر هغې وروسته چې روسیې او تاجکستان له افغانستان څخه د ورپېښ احتمالي ګواښ له کبله ګډې پولې ته څېرمه پوځي عملیات وکړل، د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، هیڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، چې له افغان خاورې ګاونډېو هېوادونو ته خطر پېښ کړي. د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، چې د هېواد شمالي پولو ته څېرمه د روسیې او تاجکستان پوځي تمرینات معمولي او دغو هېوادونو پورې تړلې موضوع ده. روسیې او تاجکستان د افغانستان له خاورې د ورپېښ احتمالي امنیتي ګواښ له کبله تل خپلې اندېښنې له افغان حکومت سره شریکې کړي، خو دا ځل یې د هېواد شمالي پولې ته څېرمه پراخ پوځي تمرینات وکړل. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل؛ افغان ځواکونه به پرېنږدي چې سخت دریځې وسله والې ډلې په افغانستان کې مرکزونه جوړ او له دې لارې نور هېوادونه وګواښي.