د زابل دپاره نوی ټاکل سوی والي بسم الله افغانمل وايې چي په دې ولايت کي د قانون ماتونه ، اداري فساد ، زورواکي او خپل سري سته خو دی به يې په وړاندي خپل مسووليت تر سره کوي .
بسم الله افغانمل دوې اونۍ مخکي د زابل دپاره نوی والي وټاکل سو او نن يي په رسمي ډول خپله دنده پيل کړه .
هغه د زابل د ولس يوې غونډي ته د زابليانو دپاره د کار ژمنه وکړه او هغوی يې دده سره همکارۍ ته را وبلل .
ښاغلي افغانمل زابل تاريخي ولايت او زابليان ميړني قومونه ياد کړل ، نوموړي په جدي الفاظو په دې ولايت کي د زورواکۍ ، قانون ماتوني ، اداري فساد او خپل سرۍ په وړاندي د مبارزې او مخنيوي اعلان وکړ .
د زابل ولسي استازو بيا مرکزي اداره په بې کفايتۍ تورنه کړه او وايې چې زابل ته يې نه خپل حق ورکړی دی او نه ورته توجه کوي ، هغوی د زابل د نوي والي څخه وغوښتل چي په دې برخه کي پوره کار وکړي او نوموړي ته يې د ګډ کار ژمنه ورکړه .
زابل چي د سويل د وروسته پاته ولايتونو څخه دی او په هره برخه کي پريمانه کار ته اړتيا لري ، اوسيدونکي يې د هر نوي والي څخه د کار تمه لري خو نه کار کيږي او نه والي ښه مدير وي .
زابلي استازو بسم الله افغانمل ښه مدير وباله او زياته يې کړه چي تر نورو زيات د کار تمه ترې کوي .