د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د دوو ورځو لپاره پراخ کرهڼيز نندارتون جوړ سو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66307
لودين
دخبریدو نیټه : 2016-03-22

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د دوو ورځو لپاره پراخ کرهڼيز نندارتون جوړ سو. په دغه کرهڼيز نندارتون کي شاوخوا ۱۰۰ غرفې ايښودل سوي وې چي د کندهار ګڼ شمېر زراعتي توليدات پکي نندارې ته وړاندي سوي ول. په دې نندارتون کي چي دوې ورځي به دوام وکړي، د کندهار ټول کروندګر ګډون کولای سي او د زراعتي توليداتو په اړه معلومات ورکول کيږي. د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د امريکا له پرمختيايي ادارې، فوډزون او اړوندو رياستونو څخه مننه وکړه چي د دې نندارتون په جوړولو کي يې هلي ځلي کړي دي. نوموړي له کروندګرو څخه وغوښتل چي له دغه ډول نندارتونو څخه په استفادې له نوو مېتودونو او ماشين الاتو څخه کار واخلي تر څو د کرهڼيزو توليداتو په برخه لاپرمختګ سوی وي.