افغانستان په یونان کې سیاسي نمایندګي پرانيزي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66309
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-22

افغانستان به په یونان کې سیاسي نمایندګي پرانيزي، د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دوی له یوناني چارواکو سره داسې تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې په آتن کې افغانستان خپله سیاسي نمایندګي پرانیزي. دا هوکړه لیک پرون په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیالۍ د څلورم دفتر د مشر له لوري د یونان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي دفتر له استازي سره لاسلیک شو. حشمت خلیل کرزي وویل چې په دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي پراخه او د د دواړو هېوادونو ستونزې په تېره بیا د کډوالو په برخه کې حل شي. یونان یو له هغو هېوادنو دی چې اروپا ته د تلونکو کډوالو پر لاره پروت دی او د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې له دې لارې ۲۵۰ زره افغانان اروپا ته اوښتي دي.