د لښکرګاه پخوانی ښاروال محمدفاضل ساپی د فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66310
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-22

د لښکرګاه پخوانی ښاروال محمدفاضل ساپی او د پوهنې رياست ځينې نورمامورين د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوي دي. د هلمند والي میرزا خان رحیمي وویل د فساد پر وړاندې يې جدي مبارزه پیل کړي ده او په دې برخه کې يې د هلمند له خلکو څخه هم غوښتنه وکړه چې په فساد کې د ښکيلو مامورينو په اړه له دوی سره معلومات شریک کړي. په ورته وخت کې د هلمند د استيناف څارنوالۍ رئيس څارنمل فضل سلطان هم تاييد كړې چې د لښکرګاه د پخواني ښاروال په اړه د ولايت د ادارې لخوا دوی ته مکتوب رسيدلی چې په كې د هلمند پخوانى ښاروال له دندې څخه په ناوړه ګټه اخيستنه تورن دى. ده زیاته کړه چې له فساده سره به جدي مبارزه کوي.