په کندهار کي د دې ولايت د ابو لګولو رييس شيرمحمد عطايي او دوه مديران د اداري فساد ، بې کفايتۍ او اختلاس په تور څارنوالۍ ته معرفي سول .
د کندهار ولايت مقام وايې چې لمړۍ څيړني هغوی په دې برخه کي ښکيل بولي او د تورونو او شکونو د سپيناوي دپاره کندهار والي هغوی څارنوالي ته ور پيژندلي دي .
د ولايت مقام وياند صميم خپلواک وايې چې کندهار والي په دې برخه کي خورا جدي دی او د ځينو نورو ادارو شکمن مسوولين هم تر کلک څار لاندي دي .
ولايتي اداره په دې برخه کي د خلکو همکاري مهمه بولي او وايې چې د اسنادو د پيدا کيدو په برخه کي خلک مرسته کولای سي .
و مو غوښتل چي په دې اړه د ارغنداب رود د دريايي حوزې د مشر سره هم خبري وکړو خو په پيدا کيدو يې ونه توانيدو. .