سرچینه: اسلامي حزب د سولې په بدل کې په حکومت کې برخه غواړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66317
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-23

د سولې د عالي شورا یوه غړي رسنیو ته د نوم د نه خپرېدو په شرط ویلي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د سولې په بدل کې په ملکي او نظامي برخو کې ونډه غواړي. د سولې عالي شورا روانه اوونۍ ویلي و چې په څو ورځو کې به اسلامي حزب سره د سولې خبرې نهايي شي. د سولې عالي شورا وايي چې د حکمتیار د اسلامي حزب پر وړاندیزونو غور کوي. د حکمتیار د اسلامي حزب ترڅنګ د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو انشعابي ډلې هم له افغان حکومت سره پخلاینې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده. خو د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډله لا هم د سولې مخالفه ده.