امریکايي ځواکونوپه سوریه کې د داعش ډلې مرستیال وژلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66319
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-25

غربي رسنۍ وايي، امریکايي ځواکونو سوریه کې د یوه برید پر مهال د داعش ډلې مرستیال وژلی دی. رسنیو د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د سرچینو په حواله لیکلي، چې عبدالرحمن مصطفی قادولي روانه میاشت په یوه برید کې وژل شوی دی. نوموړی چې په حاجي ایمان او ابو علا نومونونو هم یادېده د عراق اصلي اوسېدونکو و. د امريکا حکومت د هغه پر سر د اوو ميلونو ډالرو جایزه هم ايښې وه. عبدالرحمن مصطفی قادولي په ٢٠٠٤ کال کې د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ القاعدې کې شامل شوى و. وروسته دى ونيول شو، خو په ٢٠١٢ کال کې له يوه عراقي زندان څخه له ازادېدو سره سم سوريه کې داعش سره ملگرى او د دې ډلې مرستیال ټاکل شوی و.