د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ځواکونو یې داعش ډله د افغانستان په ګډون په هر ځای او هر وخت کې په نښه کولای شي. د دغه وزارت ویاند مارک ټونر ویلي، امریکايي ځواکونو ته ځکه د دغه کار اجازه ورکړل شوې، چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د داعش ډلې ځای ورک کړي. امریکا دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په وروستیو کې د کونړ چارواکو خبر ورکړی، چې داعشیان د دغه ولایت یو شمېر سرحدي سیمه ته ور رسېدلي او هلته یې په لوړه کچه غونډې هم کړي دي. دغه راز د افغانستان د ملي دفاع وزارت هم د دې ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره د کلکو تدابیرو خبر ورکړی دی.