سیاست د منافعو شطرنج دی، د انګلستان د ترټولو مشهور او نابغه سیاستوال ونستون چرچیل خبره اوس د معاصر سیاسي قاموس تر ټولو اساسي کرښه بلل کیږي چې : موږ همیشني دوستان او همیشني دښمنان نلرو بلکې یوازې همیشنۍ ملي ګټې لرو.
د طالبانو غورځنګ چې شل کاله پخوا په بشپړ جنګي چاپیریال کې راوټوکېد د وخت په تیریدو سره په یوه فعال سیاسي جریان بدل شوی دی.د طالبانو ډله یوه پوځي او ترهګره ډله بلل کیږي اما له جنګي بوختیا سره سره که ددې ډلې سیاسي مانور او فعالیت مطالعه کوو یو فعال سیاسي خوځښت یي هم بللی شو.
خبره مو له پاکستان سره د طالبانود اړیکو کوله،یوه نیمه لسیزه وړاندې هغه مهال چې طالبان په افغانستان واکمن ول،پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه و چې دطالبانو حکومت یي په رسمیت پیژاند،په دې سربیره پاکستان طالبانو ته اجازه ورکړې وه چې ددې هیواد له مدرسو او مساجدو څخه د خپلو تبلیغاتو،چندو ټولولو او سربازګیرۍ لپاره استفاده وکړي، په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په نړیواله کچه داړیکو او مناسباتو پاللو لپاره د طالبانو لپاره یو مهم فرصت مهیا کړی و، په ټوله کې د طالبانو او پاکستان اړیکي له دواړو اړخونو تودې او خوږې وې.
د طالبانواو پاکستان په اړیکو کې لومړنی کړکیچ هغه مهال پیدا شو کله چې د ۲۰۰۱ م کال په سپتمبر کې په امریکا بریدونه وشول، امریکایي ولسمشر بوش له طالبانو وغوښتل چې د اسامه بن لادن په شمول عرب جنګیالي وروسپاري، طالبانو انکار وکړ، امریکا د خپل سیمیز پارټنر پاکستان په توسط هڅه وکړه تر څو له خپل نفوذ نه په استفاده طالبان د اسامه بن لادن سپارلو ته اماده کړي.
پاکستان له طالبانو بیا بیا غوښتنې وکړې، د استخباراتو مشر یي کندهار ته سفر وکړ او له ملا عمر سره یي مخامخ ولیدل او ورپسې یي د مدرسو لوی ملایان او شیخان کندهار ته ولیږل تر څو ملا عمر د اسامه بن لادن سپارلو ته اماده کړي خو ملامحمد عمر د پاکستان هیڅ غوښتنه ونه منله او نه یي هم فشار ته تسلیم شو.
د طالبانو د یوه چارواکي په وینا له ټولو هڅو وروسته پاکستاني چارواکو طالبانو ته د یوه ملاقات په مهال وویل چې موږ ټوله هڅه وکړه چې په افغانستان د امریکا د حملې مخه ونیسو مګر ونه توانیدو اوس چې امریکا سیمې ته راځي نو داسې وبولئ لکه یو توپان چې په دې سیمه را روان وي،په توپان کې هرڅوک د ځان د ساتلو غم کوي، موږ د خپل ځان د ساتلو تدبیر جوړ کړی تاسو د خپل ځان د ساتلو غم په خپله وکړئ.له دې وروسته پاکستان عملا د امریکا په نړیوال ایتلاف کې شامل او د طالبانو په نیولو یي پیل وکړ، د طالبانو سفیر یي لاس تړلی امریکا ته وسپاره دغه راز یي له امریکا سره په استخباراتي،پوځي او بیلابیلو برخو کې همکاري وکړه تر څو د طالبانو رژیم نسکور شو.
په افغانستان د امریکا یرغل او د لویو پوځي اډو جوړول، د افغانستان په حکومت کې د شمال ټلوالې برلاسي، د هند فعال حضور او دغسې نور وجوهات وتوانیدل چې پاکستان یو ځل بیا له یادو پدیدو سره په جګړه بوختو طالبانو ته ورنږدې کړي،پاکستان د وخت په تیریدو سره د طالبانو له نیولو لاس واخیست او په خپل هیواد کې یې د ازادانه فعالیت اجازه ورکړه، په تیرو څوارلسو کلونو کې له استثنایي مواردو پرته تر ډیره حده طالبانو په پاکستان کې ازاد فعالیت درلود.
په دې وروستیو کې چې په پاکستان نړیوال فشار اوج ته رسیدلی تر څو طالبان مذاکراتو ته اماده کړي، پاکستان هڅه پیل کړې چې طالبان د مذاکراتو د څلور اړخیز فورم له لارې د خبرو میز ته کینوي.
په دې لړ کې د امریکا،چین، پاکستان او افغانستان د حکومت لخوا د څلور اړخیزو غونډو لړۍ پیل او په رسنیو کې د مذاکراتو اوازې له تیر یوه کال راهیسې زور اخیستی. په کابل او اسلام اباد کې مکررې غونډې وشوې او حتی رسنیو وویل چې د مارچ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به طالبان مخامخ خبرو ته حاضر شي.
خو د طالبانو مشر اخترمحمد منصور د مارچ په پنځمه نیټه د یوې اعلامیې په صادرولو سره وویل چې په څلور اړخیزو غونډو کې به ګډون ونه کړي او نه یي هم ددې لپاره کوم نماینده معرفي کړی دی.
د طالبانو دې اعلامیې د مذاکراتو هغه پوکاڼه وچاودله چې له تیر یو کال راهیسې یي باد اخیستی او هرې رسنۍ پرې شخوند واهه، له دې اعلامیه وروسته د څلور اړخیزو غونډو لړۍ پر مخ پاته او دپاکستان په ګډون یي څلور واړه جهات ساړه په خپل ځای کینول.
دا چې په څلور اړخیزو غونډو ته د طالبانو د راوستلو ټټر پاکستان وهلی و، د طالبانو دې انکار تر ټولو زیات دپاکستان حیثیت او سیاسي اعتبار ته صدمه ورسوله، په داسې یوه حساسه موقع کې د طالبانو ډاګیز انکار او تونده اعلامیه د یو شمیر سیاسي مبصرینو لخوا د طالب سیاسي ګوزار وبلل شو. دې ګوزار د څلور اړخیزو غونډو ټول شریک باڼي خوږ کړل خو تر ټولو ژوره صدمه یي پاکستان ته ورسوله.
پاکستان له دې اعلامیه وروسته د طالبانو په خلاف د زور د کارولو پالیسي غوره کړه ترڅو دغه ډله په خپل دریځ کې تنزل ته اماده کړي.
ویل کیږي چې د مارچ له پنځمې را پدیخوا په کوټه او ځینو نورو سیمو کې ګڼ شمیر طالبان نیول شوي دي او دنیولو دا لړۍ لا هم دوام لري، پاکستان هڅه کوي چې د نیولو او ویرولو په پالیسۍ سره طالبان دې ته مجبور کړي چې د مذاکراتو په اړه دپاکستان غوښتنه ومني، خو طالبان د پخوا غوندې یو ځل بیا د سرزورۍ په ګدۍ ناست دي او مشر یي ملا منصور طالبانو ته ویلي چې هیڅکله به د پاکستان په خوله مذاکرات ونه کړي، هیڅوک یي ددا ډول مذاکراتو لپاره د استازي په حیث نه دی ټاکلی او که څوک د پاکستان په خوله مذاکرات کوي هغه به یي شخصي کار وي د طالبانو د امارت او دریځ نمایندګي نه شي کولی.
په رسنیو کې داسې اوازې هم خپرې شوې چې د طالبانو د مشر په ګډون ددې خوځښت زیاتره د سر کسان د نیول کیدو له ویرې له پاکستانه تښتیدلي دي
د پاکستان مشهوره او پوځ ته نږدې ورځپاڼه ډیلي ټایمز وایي: چې د پاکستاني پوځ یوې سرچیني ورته ویلي چې د طالبانو له وروستۍ اعلامیې وروسته ددې هیواد چارواکو یوځل بیا له طالبانو سره لیدلي ، خو طالبانو په مخامخ خبرو کې هم ورته ویلي چې هیڅکله به له خپل دریځ پر شا نشي.
ورځپاڼه وایي ددې پټې غونډې په مهال د پاکستان پوځي چارواکو طالبان په نیولو او له هیواده په ایستلو وګواښل، خو طالبانو په ځواب کې همدا خبره وکړه چې دوی ددغسې ګواښونو پروا نلري.
په دې وروستیو کې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په نوم یوې بلې جګړه مارې ډلې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته امادګي ښودلې، د چارو کتونکي باور لري چې پاکستان په طالبانو له زور ازمویلو وروسته دغه ډله هڅولې تر څو د پاکستان په بلنه د مذاکراتو میز ته راشي، کتونکي باور لري چې پاکستان په څلوراړخیزو غونډو کې د خپلو وعدو او اظهاراتو له امله تر ډیر فشار لاندې دی ترڅو له خپل نفوذنه په استفاده د مذاکراتو ولاړه ارابه روانه کړي.
داسې اټکل کیږي چې د وخت په تیریدو سره به په طالبانو دپاکستان فشار نورهم زیات شي او ښایي د طالب مشرانو په شمول وروسته د عادي طالبانو د نیولو لړۍ هم پیل شي. خو آیا د پاکستان د فشار له امله به طالبان د سولې مذاکراتو ته حاضر شي؟
تیرو تجربو ته په پام سره ویلی شو چې طالبان یوه سرزوري او بنسټ پاله ډله ده چې خپلو اصولو ته همیشه ژمن پاته کیږي. د طالبانو او پاکستان د لومړني کړکیچ په مهال دې ډلې خپل واکمني له لاسه ورکړه خو خپل اصول یي مات نه کړل او نه له خپل دریځ څخه واوښتل.
اوس چې یو ځل بیا طالبان له داسې ازمون سره مخ دي غالب فکر دادی چې طالبان به دپاکستان په بلنه د مذاکراتو له بهیر سره وصل نه شي.
طالبان او پاکستان چې دودیز دوستان بلل کیدل، وروستیو جریاناتو وښودل چې رښتیا هم په سیاست کې تلپاتې یارانه نه بلکې تلپاتې ګټې پالل کیږي، وروستیو پیښو وښوده چې کله د طالبانو ګټې د پاکستان د ګټو په مقابل کې واقع کیږي هغه مهال بیا طالبان دپاکستان پلویان نه بلکې نه تسلمیدونکي او په خپله خبره ولاړ مخالفین دي