شمالي کوریا: امریکا ته وروستی چانس، تر هغې وروسته پرې اټومي برید کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66336
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-26

شمالي کوریا د وروستي چانس تر نامه لاندې پر امریکا یو ځل بیا د اټومي برید ګواښ کړی. دغه هېواد په یوه څلور دقیقه يي وېډېو کې امریکا پر اټومي برید ګواښلې ده. په دې وېډېو کې شمالي کوریا پر واشنګټن د اټومي برید تمثیل کړی او پر امریکا یې غږ کړی چې دا دې وروستی چانس دی. په دېډېو کې ښودل کیږي، چې که د امریکا له لوري شمالي کوریا ته معمولي ګواښ پېښ شي، د دوی اټومي مزایل پر واشنګټن برید ته چمتو دي او په څو دقیقو کې به یې په نښه کړي. د ویلو ده چې دا څووم ځل دی، چې شمالي کوریا د امریکا متحده ایالات پر اټومي برید ګواښي.