اروپا نږدې یو لک افغان کډوال بېرته افغانستان ته را استوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66347
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-03-28

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، اروپايي هېوادونه هوډ لري، چې څلوېښت سلنه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته را ستانه کړي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، په وروستي یوه کال کې اروپايي هېوادونو ته ۲۵۰ زره افغان کډوال مهاجر شوي دي. نوموړی زیاتوي، د دوی د معلوماتو له مخې ښايي له دغه شمېر افغان کډوالو څخه د څلوېښت سلنه کډوالو د پناه غوښتنې وړاندیزونه ونه منل شي. د عالمي بلخي په خبره، اروپايي هېوادونو غواړي، دغه څلوېښت سلنه افغان کډوال چې نږدې یو لک کیږي، په جبري توګه هېواد ته را وشړي خو دوی یې مخنیوي هڅه کوي.