د ترکیې ولسمشر وايي، د امریکا ولسمشرۍ ته د نوماندانو له لورې د اسلام ضد څرګندونو متحدو ایالاتو کې له اسلام څخه کرکه ډېره کړې ده. رجب طیب اردوان واشنګټن ته نږدې د یوه نوي مسجد او اسلامي مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، چې په غربي هیوادونو کې دې د ترهګریزو بریدونو ملامتي پر ټولو مسلمانانو نه اچول کیږي او نه هم د دغو بریدونو تر شا اصلي عاملین مسلمانان دي. هغه د اسلام پر ضد د امریکا د ولسمشرۍ کاندېدانو څرګندونو ته په اشارې وویل، چې په متحدو ایالاتو کې له اسلام څخه کرکه او وېره مخ پر ډېرېدو دي. د ویلو ده، چې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د اسلام او مسلمانانو پر ضد تندې څرګندونې کوي.