په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، په ۲۰۱۵ کال کې سخته جګړه او د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو زیاتوالی د دې سبب شو، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارې له ټاکلي مهالوېشه شاته پاتې شي. جنرال جان نیکلسن رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هغه مهالوېش، چې دوی د افغان ځواکونو د روزلو په موخه چمتو کړی و، د دغه هېواد امنیتي او دفاعي سرتېرو د تلفاتو د زیاتوالي له کبله عملي نه شو. ټاکل شوې چې جنرال نیکلسن د درېو میاشتو په لړ کې د حالاتو له جاج اخیستلو وروسته واشګټن ته خپل راپور وړاندې او امریکايي چارواکي یې له مخې افغانستان کې د خپور خضور په اړه پرېکړه وکړي. اوس په افغانستان کې ۹۸۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.