مشرانو جرګه: پاکستان د افغان سولې په بدل کې د افغانانو د ارادې خلاف غوښتنې لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66379
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-05

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د سولې په تړاو د پاکستان او امریکا نیت سم نه بولي او وايي، چې پاکستان د افغان سولې په بدل کې د افغانانو د ارادې خلاف غوښتنې لري. د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، یاد هېوادونه به تر هغې د افغانستان لپاره خنډونه جوړوي، څو چې خپلو موخو ته نه وي رسېدلي. له وسله والو مخالفانو سره د سولې څلوراړخیزې هڅې هغه مهال له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شوې، چې پاکستان پکې کړې ژمنې عملي نه کړې. سناتورانو دغه راز تور پورې کړ چې بهرنیان د ټاکنو په ځنډولو او جنجالي کولو کې لاس لري او زیاتوي که وضعیت همداسې دوام وکړي پر حکومت به د خلکو باور نور هم کم شي.