پاکستان ادعا کوي، چې بلوچستان کې یې د افغانستان د استخباراتو یو مامور نیولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66380
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-06

پاکستان ادعا کوي چې ډیورند فرضي کرښې ته نږدې په بلوچستان ایالت کې یې د افغانستان د استخباراتو یو مامور نیولی دی. دي نیوز ورځپاڼې د پاکستان د سرحدي ځواک ویندوی په قول لیکلي، چې د پاکستان امنیتي ادارو دغه افغان استخباراتي مامور په چمن کې نیولی دی. دي نیوز نه د سرحدي ځواکونو د ویاند نوم یاد کړی او نه یې د افغان د نیولو د نېټې او نوم په اړه څه ویلي دي. په خبر کې د سرحدي ځواکونو د ویندوی په قول ویل شوي چې نیول شوی کس د نورو تحقیقاتو لپاره کوټې ته بېول شوی دی. پاکستان د دغه افغان مامور د نیولو ادعا وروسته له دې کوي چې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ پر دوام تورن کړ او د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې پاکستان لا هم افغانستان ته وسله وال طالبان او وسلې رالېږي.