حقجو: د آیسا ادارې د برخلیک په اړه پرته له ما نور له ټولو نظر وپوښتل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66382
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-06

له پانګونې د ملاتړ ادارې (آیسا) مشر وايي، پرته له دې چې ولسمشر د ده نظر واخلي، پرېکړه وکړه، چې دا اداره دې لغوه او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت کې مدغم شي. قربان حقجو وايي، اشرف غني د اقتصاد عالي شورا ناسته کې تر نظریاتو اورېدو وروسته د آیسا ادارې د لغوه کېدو پرېکړه اعلان کړه. نوموړی زیاتوي، په خپله یې ډېره هڅه کړې، چې د ولسمشر د پرېکړې لامل مالوم کړي، خو په وینا یې پرې نه دی بریالی شوی. حقجو د یادې ادارې لغوه کېدل د پوښتنې وړ بللي او زیاته کړې یې ده، په داسې حال کې چې په دې ناسته کې حاضر هم و، خو ولسمشر د خبرو کولو چانس نه دی ورکړی. د آیسا مشر ویلي، د دې ادارې د برخلیک په اړه له ده پرته نور له ټولو ګډونوالو نظر وپوښتل شو. قربان حقجو د تېر زیږدیز کال د چنګاښ په شلمه نېټه د اجرایه ریاست له لورې د دې ادارې د رییس په توګه وټاکل شو.