د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري تېره ورځ عراق او ټاکل شوې چې نن کابل ته په سفر راشي. کیري عراق ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له صدراعظم حیدر العبادي او د کردستان د سیمه ییز حکومت د صدراعظم نوشیروان بارزاني سره وکتل. ټاکل شوې، چې تر دغه یو ورځني سفر وروسته نوموړی نن کابل ته راشي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې؛ کیري د یوې اونۍ لپاره د منځني ختیځ او اسیايي هیوادونو په سفر وتلی دی. تمه ده چې نوموړی به کابل کې د خپل ۸ ساعته سفر په لړ کې له ولسمشر اشرف غني، اجرایه رییس ډاکټر عبدالله او مېشتو امریکايي چارواکو سره وګوري.