امنیتي ځواکونو هرات کې ۱۷ کسان د تښتوونکو له منګولو خوشې کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66387
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-09

راپورونه وایي، امنيتي ځواکونو د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۷ ملکي وګړي د تښتوونکو له منګولو خوشې کړي دي. د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالغني شيرزاد وايي، پرون له غرمې وروسته نامالومو وسله والو د زنده جان ولسوالۍ په رباط پی سيمه کې له يوه ميله ځای څخه ۱۷ ملکي وګړي چې پکې دکانداران او سوداګر هم شامل وو وتښتول. هغه زياته کړه، وروسته پوليسو د یادو کسانو د خوشي کولو په موخه عمليات تر سره کړل او د يوې کوچنۍ نښتې په ترڅ کې يې د تښتوونکو له منګولو ټول تښتول شوي ملکيان په خوندي توګه راخوشي کړل.