نن پنجشنبه د بادام ګل دوديزه کلنۍ مشاعره د زابل په مرکز کلات ښار کې د سلګونو برخه والو په ګډون او تودو ولولو سره ولمانځل شوه.
د بادام ګل دوديزه کلنۍ مشاعره چې له تېرو دوولسو کلونو راهيسي هر کال د بادام د ښکلي ګل په غوړيدو سره په زابل کې لمانځل کېږي، سږ کال هم د هېواد د بېلابېلو ولايتونو شاعرانو او د ادب مينه والو برخه پکې اخيستې وه.
د مشاعرې په پيل کې د زابل والي بسم الله افغانمل مېلمنو ته د ښه راغلاست د ويلو تر څنګ د ولسونو د ذهنيت په روښانولو کې د شعر او شاعري رول مهم وباله او له شاعرانو څخه يې وغوښتل چې د شعر او ادب له لارې د ولس په را ويښولو کې خپل رسالت ترسره کړي.
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتواوفرهنګ د وزير ښاغلي عبدالباري جهاني پيغام د زابل د اطلاعاتواوفرهنګ د ريېس عبدالمقيم افغان له لورې ولوستل شو.
وروسته مشاعره پيل شوه؛ چې شاعرانو تر ډېره بريده د افغان ولس پر ټبر وروستۍ غميزې انځور کړې وې او د سوله يېز ژوند ستر آرمانونه يې په خپلو شعرونو کې نغښتي وو.
د مشاعرې په ورستۍ برخه کې د زابل د ولايت مقام له لورې چمتو شوې ډالۍ پر شاعرانو ووېشل شوې او بالاخره د بادام ګل سږنۍ مشاعره د ستر رب (ج) دربارته په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټينګښت لپاره د لاسونو په لپه کولو سره پای ته ورسېده.