کابل ښار کې تېره شپه د درېو پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. ځينو رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې پر ښار راکټونه راتوغول شوي، خو ځینو نورو بیا ویلي، چې دا بمي چاودنې وې. الجزیرې ټلویزیون د افغان امنیتي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې تېره شپه دوه توغندي ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې او یو بل د امریکا سفارت او سي آی اې دفتر سره لګېدلي دي. چارواکو یې له کبله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم په دې اړه ډېر جزئیات ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم کابل کې و.