اذربایجاني ځواکونو او ارمني بیلتون غوښتونکو تر اوربند وروسته یو ځل بیا پر یو بل بریدونه کړي دي. له څه مودې راهیسې په ناګورنو قره باغ سیمه کې مېشتو ارمني بیلتون غوښتونکو اذربایجاني ځواکونو سره نښتې پېل کړې دي. ارمنیان د جلاکېدو غوښتنه کوي، خو اذربایجان یې مخه نیسي. وروستیو کې د دواړو لورو تر منځ اوربند هم اعلان شو، خو تېره شپه یې پر یو بل بیا ډزې کړې دي. له دې کبله د نښتو په پایله کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.