په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو سره د امنیتي او دفاع تړون له لاسلیک څخه یو نیم کال تېرېږي، د دغه د تړون د ځینو موادو د نقض او د ژمنو د نه پلي کېدا په اړه د افغانانو اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.
د افغانستان او د امریکا متحده ایالتونو تر منځ امنیتي او دفاعي تړون چې د پخواني حکومت او امریکا تر منځ یو بحث پاروونکی او جنجالي سند ګڼل کېږي، د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت او د امریکايي چارواکو تر منځ د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۳۰مه په کابل کې لاسلیک شو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د دغه تړون لاسلیک په افغانستان کې د دایمي سولې او ټیکاو له ټینګښت سره مشروط کړی و.
سره له دې چې د امریکا متحده ایالتونو د دغه تړون د ژر لاسلیک لپاره پر حامد کرزي پر له پسې فشارونه راوړل او ان له افغانستان سره د لوېدیځ د مرستو د بندېدو او د ټولو پوځیانو د ایستلو ګواښونه هم وشول، خو کرزي د خپلو شرطونو پر پوره کېدو ټینګار کاوه.
په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال دوو مخکښو کاندیدانو محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د بریا په صورت کې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک له خپلو لومړیتوبنو څخه باله.
د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په منځپانګه کې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو لوړول او افغانستان ته د متوجې ګواښونو دفع کول شامل دي.
د دغه تړون له لاسلیک څخه یو کال او اووه میاشتې تېرېږي، خو عملي اغېزې لا هم نه دې څرګندې.
شنونکي او حقوقپوهان د امریکا متحده ایالتونه د امنیتي او دفاعي تړون پر نقض تورنوي.
د تړون لومړۍ ماده سربېره پر دې چې د سولې او امنیت د ټینګښت، له ترورېزم سره د مبارزې، د افغان ځواکونو د وړتیاوو لوړولو او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د غیر پوځي رول په اړه ژمنې شوې دي، په سریزه کې یې هم پر دغو ژمنو ټینګار شوی دی.
د تړون په لومړۍ ماده کې زیاته شوې: «دواړه لوري په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت، له ترورېزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په تامینولو کې د ونډې اخیستنې لپاره د نږدې همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکوي او د افغانستان توان لوړوي، ترڅو د خپل ملي حاکمیت، امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ پر وړاندې کورني او بهرني ګواښونه دفع کړي. د متحده ایالتونو محاربوي ځواکونه په افغانستان کې کې پوځي عملیات نه شي ترسره کولی، مګر دا چې دواړه لوري بل ډول توافق وکړي.»
د امریکا له خوا د امنیتي او دفاعي تړون د نقض تر ټولو مهم مورد د تړون تر لاسلیک وروسته د امریکايي ځواکونو د پوځي عملیاتو دوام او د ملکي وګړو مرګ ژوبله ده.
د تړون د لومړۍ مادې د وروستي پراګراف خلاف امریکايي ځواکونه په افغانستان کې خپلسرو عملیاتو او هوايي بریدونو ته دوام ورکوي، چې دا بریدونه زیاتره د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې سبب کېږي.
د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې وروستۍ پېښه تېره اونۍ په پکتیکا کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې برید و چې له امله یې شل کسان ووژل شول.
پر دې سربېره، امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې د ټینګښت په برخو کې شوې ژمنې نه یوازې عملي نه کړې، بلکې د تړون تر لاسلیک وروسته د افغانستان امنیتي او سیاسي وضعیت نور هم نازک شوی دی.
د افغان طالبانو تر څنګ په افغانستان کې د داعش په ګډون د نړیوالې ترهګرو ډلو فعال حضور او پراختیا پر امنیتي تړون د افغانانو باور راکم او له ترهګرۍ سره د امریکا د مبارزې پر صداقت شکونه ډېر کړي دي.
دغه راز د تړون له مخې، امریکا د افغان ځواکونو د تجهیز او وړتیا لوړونې په برخو کې هم خپلې ژمنې نه دې پوره کړې، داسې چې د لازمو مهارتونو او تجهیزاتو د نشتوالي امله یوازې د تېر کال د دوبي په جګړه ییز موسم کې نږدې ۵۵۰۰ افغان سرتېري وژل شوي او تر ۱۴ زرو نور ډېر ټپیان دي.
حقوقپوه عبدالشکور دادرس وايي چې امنیتي او دفاعي تړون قانوناً د تطبیق ساحه نه لري او افغانان د دې تړون درنه بیه پرې کوي.
دادرس سرنوشت ته وویل:« د تړون د نقض مهم عامل د امریکا په مادي خصلت پورې اړه لري، دوی په ټولو لاسلیک شویو قردادونو کې خپلې ګټې لټوي او د مقابل لوري غوښتنې په پام کې نه نیسي، امریکا په افغانستان کې خپل مکلفیت نه دی ترسره کړی او هغه نهه پوځي اډې چې دوی په کې مېشت دي، غواړي چې له دې اډو یوازې د سیمې نظارت وکړي.»
د ملي یووالي حکومت د امریکایانو په ډېری سرغړونو سترګې پټې کړې دي.
په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون له بریده د افغانستان د سیاسي نظام د سقوط په اړه د امریکايي چارواکو تر غیر مسولانه څرګندونو پورې، ټول د ملي یووالي حکومت لپاره سطحې موضوعات و.
شکور دادرس زیاتوي:«د ملي یووالي حکومت هېڅ قانوني جوړښت نه لري، ځکه د جان کیري په منځکړیتوب د یو سیاسي تړون په پایله کې رامنځته شو، د ملي یووالي حکومت مشرانو یوازې واک ته رسېدل غوښتل، خو راتلونکو ناوړه پایلو ته یې هېڅ پام نه و.»
له ترهګرۍ سره د امریکا د جګړې په اړه نوموړی وايي چې امریکا څوارلس کاله په همدې نوم وجنګدېده، خو د ترهګرۍ د ځپلو پر ځای یې هغه لا پیاوړې کړه.