د خېبرپښتونخوا په سوات کې د عوامي نشنل ګوند یو مشر وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66398
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-10

پاکستاني طالبانو د خيبر پښتونخوا په سوات کې د عوامي نشنل ګوند يو مشر وژلی دی. د پوليسو په وینا پېښه د مالم جبې په تلي ګرام کې شوې ده. د مالم جبې د پوليسو يوه کارکوونکي ويلي، چې د عوامي نشل ګوند ځايي مشر جمشيد علي خان پر سړک پلی روان و، دوو وسله والو پرې ډزې وکړې، چې په پایله کې يې نوموړی ځای پر ځای و وژل شو. د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې.