د اسلامي هېوادونو د کنفرانس کلنۍ غونډه په ترکیه کې پیل شوې ده، غړي هېوادونو به له ترهګرۍ سره د مبارزې، د اسرایلو او فلسطین او په اسلامي هېوادونو کې پر روانو ستونزو او حل لارو چارو خبرې وکړې. د اسوشیټټ پرس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ۵۷ هېوادونو استازي داسې مهال جرګه کیږي، چې په سوریه او یمن کې تاوتریخوالي زیات شوي او د ترکیې په ګډون ځیني نور اسلامي هېوادونه هم د ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ دي. دا د اسلامي هېوادونو دیارلسمه کلنۍ غونډه ده؛ د غونډې ګډونوال به له اسرایل سره د فلسطین پر ستونزې د اجنډا د مهمې برخې په توګه بحث وکړي.