تخنوم دي ( د ننګيار نااشنا د طنزونو ټولګه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6640
حسن حقيار
دخبریدو نیټه : 2006-04-17

 محمدحسن حقيار

د(تخنوم دې) تر سرليک لاندې دهېواد دتکړه ليکوال او طنز ليکونکي ښاغلي محمد عارف ننګيار نااشنا طنزي ټولګه پدې وروستيو کې چاپ شوه .

دا دښاغلي ننګيار دوهمه طنزيه ټولګه ده، له دې مخکې دده د (هو صيب نه صيب) تر سر ليک لاندې بله ټولګه چاپ شوې وه .

  دا نوې  ټولګه څه باندې سل مخه لري او ٣٥ طنزونه پکې ځاى شوي دي، چې دنور دخپروونکې ادارې لخوا د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر کې په ښکلي ډيزاين چاپ شوې ده.

دپښتۍ په لومړۍ مخ يې يو ښکلى، رنګه  اوخندوونکى کارتون کښل شوى دى .

دننګيار نا اشنا درې نورې طنزيه ټولګي اوس چاپ ته چمتو دي، چې دامکان په صورت کې به چاپ شي .

محمد عارف ننګيار نا اشنا دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دکريمدادو د کلي اوسېدونکى ،٤٧ کاله عمر لري اوله  ١٣٦٤ کال راهيسې طنزونه ليکي، چې دهېواد په ډېرو مشهورو اخبارونو، مجلو او مهالنيو خپرونو کې يې هر کله طنزونه چاپېږي .

ننګيار اوس په ازادۍ راډيو کې کارکوي او دګوړې اچار او دشمسو کيسو په نومونو دوه طنزيه راډيويي خپرونې چلوي