هغه پوليس ونیول شو چې د ولسي جرګې د کارکوونکو دوه میلیونه افغانۍ يې غلا کړې وې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66400
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-10

د ولسي جرګې د دارالانشا کارکوونکو د پولیسو یو سرتېری د دوو ميليونو افغانيو معاش د غلا په تور نيولی دى. سرچینې وايي وړمه ورځ د ولسي جرګې د کارکوونکو شاوخوا څلوېښت ميليونه افغانۍ معاش شورا ته راوړل شو، چې په ملي شورا کې موظف پوليس شېراغا له يادو پيسو دوه ميليونه افغانۍ غلا کړې وې. پژواک اژانس د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې وروسته د شورا امنيتي موظفينو ياد سرتېرى له پېسو سره لاس په لاس ونیوه. سرچینه زیاتوي، دا سرتېرى دوه ځلې مخکې هم د اداري فساد په تور له دندې ګوښه شوى و. په ورته وخت کې د کابل ١٠١ اسمايي زون د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال فريدون عبيدي د جزئياتو له ورکولو پرته دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې قضيه تر څېړنې لاندې ده.