د سوریې په حلب ښار کې د روسیې یوه پوځي چورلکه لوېدلې، چې له کبله یې پېلوټ او مرستیال پېلوټ وژل شوي دی. د روسیې د دفاع وزارت ویلي، ایم اېچ ۲۸ ډوله چورلکه د چا په ډزو نه ده ویشتل شوې، او د وژل شویو پیلوټانو مړي لاذقیې ته څېرمه حمیمیم هوايي اډې ته لېږدول شوي دي. سرچینه زیاتوي، مسلکي کسان د پېښې ځای ته تللي چې د چورلکې د لوېدو لامل په ډاګه کړي. ایم ایچ ۲۸ چورلکې تېره میاشت د سوریې پالمېرا تاریخي ښار کې د داعش جنګیالیو پر ضد وکارول شوې. دا په سوریه کې د روسیې درېیمه لوېدلې الوتکه ده. په تېر نومبر کې د ترکیې له خوا د روسیې یوه الوتکه د سوریې – ترکیې پر پوله وویشتل شوه. دغه راز د روسیې یوه بله جنګي چورلکه یوه میاشت وړاندې د سوریې په خاوره کې د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلې وه.