د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره لا هم له ډیورنډ کرښې هاخوا زرګونه دیني مدرسې فعالیت کوي، چې د افغانستان او نړۍ امنیت ته یو لوی ګواښ دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د طالبانو له خوا د «عمري» په نوم نوي پیل شوي عملیات د تېر په څېر یوه تبلیغاتي هڅه بللې ده چې په وینا یې وسله وال له دې لارې خپلو جنګیالیو ته روحیه ورکوي. هغه ویلي د حکومت تر ټولو لویه اندېښنه دا ده، چې طالبان له ډیورنډ کرښې پورې غاړې د یوې ازادې فضا او زیاتو سرچینو درلودونکي دي. صدیقي زیاتوي، که د طالبانو دغه مدرسې او په کوټه او پېښور کې یې د رهبرۍ او پوځي شوراګانې له منځه یوړل شي، دا ډله به بیا د دې توان پیدا نه کړي چې دسیسې جوړې او خپلې جګړې ته دوام ورکړي.