د بلجیم د ترانسپورت وزیره د وظیفوي غفلت له کبله استعفا ته اړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66432
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-04-16

د بلجیم د ترانسپورت وزیرې ژاکلین ګالانت د بروکسل هوایي ډګر امنیت ساتلو کې د پاتې راتلو له کبله استعفا ورکړه. د تېرې میلادې میاشتې په وروستیو کې د بروکسل په هوایي ډګر او د میټرو تمځای کې د ځانمرګو بریدونو له امله ۳۱ کسان ووژل شول او نژدې ۳۰۰ نور ټپیان شول. مېرمن ګالانت د هوایي ډګر امنیت ساتلو کې د امنیتي ځواکونو د بې کفایتۍ په تړاو د اروپایي ټولنې لخوا د یوه محرم رپوټ تر خپرېدو وروسته، اړه شوه چې له خپلې دندې لاس واخلي. په دغه راپور کې د بروکسل هوایي ډګر په امنیتي اقداماتو کې غفلت ته اشاره شوې ده.