ولسي جرګې له حکومت څخه وغوښتل چې په کابل کې د تېرې سه شنبې ورځې د خونړي برید په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ته اسناد وړاندې کړي.
وسله والو طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې د موټر بم د یوې زوروې چاودنو په پایله کې شاوخوا ۴۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
حکومت وویل چې دا برید له کرښې هاخوا د حقاني شبکې له خوا پلان شوی و.
ولسي جرګې په خپله پرونۍ غونډه کې په دې اړه وویل، چې حکومت د جګړې اوسولې په برخه کې روښانه تګلاره نه لري او وسله والو مخالفین له دغه وضعیت څخه په استفادې سره حکومت تر خوږ ګوتې نیسي.
ولسي جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون ته دنده وسپارله چې د یاد برید په تړاو څېړنه وکړي اوپایلې یې له ملت سره شریکې کړي.
ولسي جرګې له حکومته وغوښتل چې په دې تړاو شته اسناد او شواهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.
د جرګې غړو ویل، د دغو ډلو ترشا د سیمې هیوادونو استخباراتي ادارې لاس لري او حکومت باید په دې اقدام سره نړیوالو ته د سیمه ییزو هیوادونو له پټو موخو پرده پورته کړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د کابل وروسته برید پېچلی وباله او د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون ته یې دنده وسپارله چې یاده موضوع وڅیړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
د ولسي جرګې غړي وایي، د امریکا په ګډون د سیمې هیوادونه په افغانستان کې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او د څلور اړخیزو ناستو په تړاو یې صداقت نه درلود.