بنګړيواله د ځوانې ليکوالې ، شاعرې او خبريالې وږمې سبا ناول دى چې پېښور کې ددانش کتابتون له خوا تازه له چاپه راوتلى – وږمې سبا تر دې مخکې د ( واورې لمن ) په نامه د لنډو کيسو او د ( د پلوشو اتڼ ) په نامه شعري ټولګه خپره کړې او سر بيره پر دې ګڼ شمېر شعرونه او لنډې کيسې يې په پښتو مجلو او ورځ پاڼو کې خپاره شوي دي – بنګړيواله د سبا چاپ شوى لومړى ناول دى خو تردې مخکې يې د ( بازار ) په نامه يو بل ناول هم ليکلى چې تر او څه لا چاپ شوى نه دى – بنګړيواله رنګه ټايټل ، زر ټوکه ، اوه دېرش څپره او يوسل او دوه اويا مخونه لري چې په خپله لمن کې د رڼا او ميړني په نامه د دوو مينانو کيسه رانغاړي – بنګړيواله يو رومانټيک ناول دى اود مينې گڼې صحنې پکې انځور شوې دي -