د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو رسماً له خپلې دندې استعفا اعلان کړه. ویل کیږي، چې اوغلو له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د نظر د توپيرونو له امله استعفا ورکړې ده. د اردوغان او اوغلو تر منځ له هغې وروسته اړیکې خرابې شوې، چې لومړي وزیر داود اوغلو له اروپايي ټولنې سره یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل. ولسمشر رجب طیب اردوغان د احمد داود اوغلو تر استعفا وروسته پر ټلویزیون د ژوندۍ وینا پر مهال وویل، چې نور د اروپايي ټولنې خپله لار او د ترکیې خپله لار. اردوغان زیاته کړه، چې ترکیه لا هم د ترهګرۍ له مستقیم ګواښ سره مخ ده، خو د اروپايي ټولنې له لورې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د بدلون غوښتنه نه کوي.