په شاولیکوټ کې د ملي اردو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66523
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-07

چارواکي وايي، د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده. د دغه ولایت د والي ویاند صميم خپلواک ویلي، چې (BM-530) ډوله چورلکې تېر مازدیګر مهال د شاوليکوټ ولسوالۍ په البک سیمه کې د تخنیکي ستونزې له کبله بېړنۍ ناسته کړې ده. د والي ویاند په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کړې، چې د ملي اردو دغه چورلکه د جګړې پر مهال طالبانو وېشتلې او نسکوره کړې ده. احمدي زياته کړې، چورلکه په سيمه کې د بمبار پر مهال د طالبانو لخوا ويشتل شوي او پکې سپاره کسان وژل شوي دي.