پینتاګون: د کانګریس غړي دې افغانستان ته خپل سفرونه محدود کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66524
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-07

د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) د کانګریس له غړو غوښتي، چې افغانستان ته د جګړې په نوي فصل کې سفرونه محدود کړي. یو ایس ټوډې ورځپاڼې، د امریکايي پوځ د یوه جګپوړي چارواکي له خولې لیکلي؛ د امریکا لوی درستیز جنرال جوزیف ډنفورډ او دفاع وزیر اشټن کارټر د کانګریس له غړیو وغوښتل، چې افغانستان ته دې سفرونه د امکان تر کچې راکم کړي. سرچینې زیاته کړې، چې د کانګرس غړو ته دا خبرداری افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له کبله ورکړل شوی دی. باید وویل شي، چې امریکا په وروستیو کې په ځلونو افغانستان کې مېشتو بهرنیو وګړو ته د احتمالي ګواښونو خبرداری ورکړی، چې د یو شمېر شنونکو په باور د امریکا دغه کار خلکو ته اندېښنې پېدا کوي.