په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د اعلان شوي مهالوېش له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته پنځه میاشتې وخت پاتې دی، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې حکومت د ټاکنو تر سره کېدو ته چمتو والی نه لري او یوازې وخت وژني.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون څه موده مخکې اعلان وکړ چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۲۴ نېټه ترسره شي.
خو اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د حکومت دریځ ته په کتو، د دې ټاکنو ترسره کېدو ته هېڅ هیلې نه شته.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند نور محمد نور وايي، د امنیت خوندیتوب او بودیجه چې د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره تر ټولو مهم شرطونه ګڼل کېږي، حکومت په دې برخه کې تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه دی کړی.
نور محمد نور سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو تمه نه کېږي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې دې د تلې میاشتې په ۲۴ نېټه ترسره شي.
نور د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم پیل شوې پروسه «تش په نوم پروسه» وبلله چې په وینا یې د حکومت مشران هڅې کوي له دې لارې په ټاکنیزو بنسټونو کې خپل کسان ځای پر ځای کړي.
ده زیاته کړه:«دوی هڅه کوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون کې خپل نفوذ ولري او راتلونکې ټاکنې د دوی په خوښه ترسره شي.»
د نوموړي په خبره، حکومت غواړي چې ولسي جرګې ته په راتلونکي کې انتصابي کسان لار پیدا نه کړي، نه انتخابي.
نور زیاتوي، که حکومت رښتیني اصلاحات غواړي، نو د ټاکنو خپلواک کمېسیون حکومت د اصلاحاتو په موخه درې بېلابېلې طرحې وړاندې کړي دي، چې باید ملاتړ یې وشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې شکلي اصلاحاتو په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي او دا د قانون خلاف کړنه ده.
نوموړي په ټاکنو کې د بهرنیانو د لاسوهنې په اړه وویل: «بهرنیان تل په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي، دوی هڅه کوي چې د خپلو شومو پلانونو په عملي کولو سره خپلې ګټې ترلاسه کړي، خو په دې ډله کې یو شمېر داسې هېوادونه هم شته چې غواړي په افغانستان کې ډیموکراسي تداوم پیدا کړي او حکومتونه د خلکو له خوا رامنځته شي.»
داسې اندېښنې هم شته چې د امریکا متحده ایالتونه او یو شمېر نور لوېدیځ هېوادونه نه غواړي چې پارلماني ټاکنې پر وخت ترسره شي.
تېره میاشت کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د راتګ پر مهال داسې ګونګوسې خپره شوې، چې امریکا د افغانستان حکومت ته ویلي چې د اساسي قانون د لویې جرګې او د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کېدو تېر شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په تخنیکي لحاظ د ټاکنو ترسره کېدو ته پوره چمتو والی لري، خو حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره سیاسي اراده نه لري.