کندهار کې دوه رومانیايي سرتیري وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66526
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-07

رومانیا وايي، افغانستان کې یې دوه سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دی. د هغه هېواد دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو سرتېرو ته یې په کندهار ولایت کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د رومانیا د دفاع وزارت خبرپاڼه کاږي، سرتیري یې د افغان پولیس افسرانو پر روزلو بوخت وو، چې یاده مرګ ژوبله ور اوښتې. دفاع وزارت دا نه دي ویلي، چې یاده پېښه څه ډول رامنځته شوې ده، خو په سوېلي ولایت کندهار کې امنیتي سرچینو ویلي، چې یوه پولیس پر ناټو ځواکونو ډزې کړي او یاده مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. سرچینو زیاته کړې، چې په ځوابي ډزو کې بریدګر افغان پولیس هم وژل شوی دی. د اسوشیټيډ پرس اژانش د راپور له مخې؛ رومانیا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پوځي حضور لري او دا مهال یې ۶۳۱ سرتیري دغه هېواد کې پاتې دي.