روزګان کې اته پولیس له طالبانو سره یوځای شوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66527
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-07

چارواکي وايي، د روزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې اته پوليس له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي دي. د چارچينو امنيه قوماندان رحيم الله ویلي، چې دغو پوليسو د يادې ولسوالۍ اړوند سيمو کې دندې درلودې او له خپلو وسلو سره طالبانو ته ورغلي او تسلیم شوي دي. دى وايي چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ويلي. دا لومړی ځل نه دی، چې پولیس د دولت له وسله والو مخالفینو سره یوځای کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې، چې د چارو پوهان یې لامل پولیسو ته د حکومت نه پاملرنه بولي.