له ارګه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې د هېواد ولسمشر اشرف غني، باميانو او مرکزي سيمو ته د برېښنا رسولو ته ژمن دی، خو توتاپ به له پخوانۍ پرېکړې سره سمه عملي شي. خبرپاڼه زیاتوي، باميانو ته د برېښنا لېږد د بوديجې په اړه د اسيا پراختيايي بانک څخه د مرستې غوښتنه شوې او دغه بانک هم ورته چمتووالى ښودلى دی. ولسمشرۍ ماڼۍ په داسې حال کې د توتاپ پروژې په اړه پر خپلې پخوانۍ پرېکړې ټينګار کوي، چې په دې وروستيو کې د هزاره جاتو اوسېدونکو له يادې پرېکړې سره مخالفت ښودلی.