شنونکي وايي چې حکومت د سولې لپاره اراده او واک نه لري او له همدې امله افغانان ښايي په اوږده جګړه کې پاتې شي.
د سولې په اړه د خلکو تر منځ دغه ناهیلي وروسته له هغه راپورته کېږي چې د وروستیو معلوماتو له مخې، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې دي.
ټاکل شوې وه چې روانه اونۍ په دې اړه وروستۍ پرېکړه شوې وای، خو ویل کېږي چې حکومت د سولې له خبرو پر شا شوی دی.
تر دې مخکې د څلور اړخیز بهیر په چوکاټ کې له وسله والو طالبانو سره هم د حکومت د سولې هڅې ناکامې شوې.
په دې اړه اندېښنې په زیاتېدو دي چې که له حزب اسلامي سره د سولې خبرې ناکامې شي، نو د سولې په اړه د مخالفو ډلو او خلکو بې باوري به نوره هم زیاته شي چې ښايي دغه کار افغانستان له اوږدې جګړې سره مخ کړي.
شنونکي وايي چې حکومت لا هم د سولې د خبرو لپاره یو رښتینی بستر نه دی رامنځته کړی او د سولې تګلاره پر عیني واقعیتونو ولاړه نه ده.
د دې تر څنګ لیدل کېږي چې حکومت د سولې په خبرو کې پوره واک هم نه لري او ارګ د حزب اسلامي پلاوي ته هم ویلي وو چې لومړی له امریکایانو سره خپله ستونزه حل کړي.
د سولې په خبرو کې د حزب اسلامي له شرطونو یو شرط له تور لېست څخه د دغه ګوند د مشر او د غړو د نومونو ایستل و چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ژمنه کړې وه چې د حزب اسلامي د مشر نوم به د القاعدې له کټګورۍ د طالبانو کټګورۍ ته راټیټ کړي.
شنونکی نظرمحمد مطمین وايي چې د افغانستان حکومت د سولې لپاره نه کومه څرګنده تګلاره لري او نه هم رښتینې اراده.
مطمین سرنوشت ته وویل چې حکومت سوله د تسلیمۍ په معنا بولي او له خبرو مخکې له مخالفینو غواړي چې وسله پر ځمکه کېږدي او اساسي قانون ومني.
هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې حزب اسلامي له حکومت سره په خبرو کې ډېر نرمښت ومانه، خو بیا هم د هغوی غوښتنې ونه منل شوې.
د مطمین په وینا، که حکومت له وسله والو طالبانو سره هم پر دغه میکانيزم مخې ته ځي، نو تمه نه کېږي چې افغانستان به ډېر ژر سولې ته ورسېږي؛ ځکه چې د هغه په وینا د افغانستان حکومت د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره رښتینې اراده نه لري.
د کابل پوهنتون استاد عبدالله کامه وال هم د سولې په نوم روانې هڅې د حکومت له خوا جوړه شوې ډرامه بولي چې په وینا یې د سولې د خبرو اوسنۍ تګلاره په هېڅ ډول پر حقیقت ولاړه نه ده.
کامه سرنوشت ته وویل: «د سولې د مذاکراتو کومه دروازه چې حزب اسلامي خلاصه کړه او د نېک نیتۍ اظهار یې وکړ، د هغوی دغه ګام باید ستایل شوی وای، خو له بده مرغه حکومت او په حکومت کې ځیني عناصر هره ورځ د دې پر وړاندې نوي خنډونه پیدا کوي.»
د نوموړي په وینا، د حکومت دغه دریځ سولې ته د خلکو هیلې کمې کړې دي او دا ډول دریځ هېڅکله په افغانستان کې د دوامداره سولې د راتلو لامل نه شي کېدای.
هغه وویل چې حکومت له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره د څلور اړخیزو ناستو په نوم یو بهیر پیل کړی و چې په پایله کې له ماتې سره مخ شو.
کامه وال زیاتوي، هغه څوک چې خپله بقا په جګړه کې ویني، هېڅکله د سولې غوښتونکي نه دي او اوسنی حکومت هم دننه څو نور حکومتونه لري چې له همدې امله د حکومت مشران د سولې په برخه کې یوه خوله نه دي.