ولسمشر محمد اشرف غني د خپل تاجکي سیال امام علي رحمان په رسمي بلنه، نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته روان شو. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې غني به په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر، د یاد هېواد له لومړي وزیر او د پارلمان له رئیس سره په جلا جلا کتنو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا او همکاریو په هکله خبرې وکړي. سرچینه زیاتوي، د دواړو ولسمشرانو په حضور کې به د همکاریو ګډې هوکړې هم لاسلیک شي او اشرف غني به د تاجکستان ملي پوهنتون کې استادانو او محصلینو ته وینا وکړي. د ارګ په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې له ولسمشر سره په دې سفر کې، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني، لوی څارنوال فرید حمیدي او د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري ملګرتیا کوي.