پنټاګون: افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو ماموریت مبهم دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66552
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-09

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د یوه ۷۰۰ مخیز راپور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت مبهم دی. راپور، چې په کندز ولایت کې د بې پولې ډاکترانو پر روغتون د امریکايي ځواکونو د برید په تړاو د څېړنو پایلې هم پکې راغلي ښيي، چې دغه ځواکونه په افغانستان کې له یوه مبهم حالت سره مخ دي. د پنټاګون د مالوماتو له مخې؛ په یو شمېر مواردو کې د دغو ځواکونو روزنیز ماموریت پر جګړه ییز فعاليت اوښتی دی. د ولسي جرګې غړي وايي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ماموریت یوازې تر سلامشورو محدود دی، او په عملیاتو کې د دغو ځواکونو برخه اخیستل به جګړې ته نور هم شدت ورکړي. که څه هم د پنټاګون په راپور کې د امریکايي ځواکونو خپل سرو هوايي عملیاتو ته اشاره نه ده شوې، خو د ولسي جرګې غړي وايي، چې بهرني ځواکونه د امنیتي تړون خلاف په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې برخه اخلي، چې له امله یې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.