ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د افغان حکومت له لوري د شپږو وسله والو مخالفينو له اعدامېدو سره مخالفت څرګند کړی او وايي دا ډول اعدامونه له امنيت سره هېڅ ډول مرسته نه کوي. افغان حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې پر بېلابېلو امنيتي پېښو او د ملکي کسانو په وژلو مجرم پېژندل شوي شپږ وسله وال مخالفين يې اعدام کړي دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) پر دغو اعدامونو خواشيني څرګنده کړې ده. سرچينې زياته کړې، ملګري ملتونه باور لري، چې د دې درنې او سختې سزا عملي کول د خلکو له امنيت سره مرسته نه کوي. بلخوا اروپايي اتحاديې هم له يادو اعدامونو سره خپل کلک مخالفت څرګند کړى او ويلي يې دي، چې د اعدام سزا غير انساني، ظالمانه او د انساني کرامت پر ضد کړنه ده.