کمرون: افغانستان او نایجیریا د نړۍ ستر مفسد هېوادونه دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66561
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-10

د بریټانیا لومړي وزیر ډیویډ کمرون افغانستان او نایجیریا په نړۍ کې ستر فاسد هېوادونه وبلل. نوموړي ویلي، دغه مفسد هېوادونه به له فساد سره د مبارزې پر وړاندې د لندن په غونډه کې هم کډون کوي. کمرون، چې د لندن په بکېنګهم ماڼۍ کې یې له ملکې سره خبرې کولې، وویل د فساد پر ضد دغې غونډې ته چې په دې اونۍ کې په لندن کې کیږي د دوو ډېرو فاسدو هېوادونو افغانستان او نایجیریا ولسمشران اشرف غني او محمدو بوهاري هم راځي. د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼې، چې د ډیویډ کمرون د خبرو ویډیو یې هم خپره کړې لیکلي، کمرون خبر نه و چې کمره ورته لګېدلې ده او د ده خبرې ثبتېږي.‌ خو ورځپاڼه زیاتوي، کله چې د کمرون له ویاند نه سپیناوی وغوښتل شو هغه هم دغه خبرې تکرار کړې.