هلمند مدني ټولنه: که ټوټاپ پروژه پر خپل مسير تېره نه شي خلک به لاريونونه وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66564

دخبریدو نیټه : 2016-05-11

 

د هلمند مدني ټولنې غړي وايي، ټوټاپ يوه ارزښتناکه پروژه ده او بايد پر خپل مسير تېره شي، يو شمېر سياستوال او لوړ پوړي دولتي چارواکي دې له ملي پروژو او ولس سياسي ګټه نه اخلي.

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له دې امله په دې وروستيو کې د ټوټاپ د پروژې په اړه د خلکو غبرګونونه راوپارېدل چې د دې پروژې د خپل اصلي مسير څخه د نه تېرېدو خبرې راپورته شوې.

د هلمند مدني ټولنې غړيو د يو رسنيز کنفرانس له لارې د هېواد له سياستوالو او دولت وغوښتل چې د ملي مسايلو او د ټوټاپ په څېر له ارزښتناکو پروژو دې سياسي ګټه نه پورته کوي.

د دغه ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل، دا ډول خبرې چې د ټوټاپ په اړه راپورته شوې دي خلک له خپل منځي شخړو سره مخ کولی شي.

همدرد وايي، هغه خلک چې د دغه ډول پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي بايد قانون ته وسپارل شي.

د هلمند مدني ټولنې غړي آغا محمد قريشي وايي، ټوټاپ د ټاپي په څېر يوه ارزښتمنه پروژه ده چې له ترکمنستانه کابل او بيا پاکستان ته تېريږي.

قريشي وايي، يو شمېر سياستوال د دغې پروژې په پلمه د باميان د خلکو پر احساساتو سياسي لوبه کوي.

هغه وايي، باميان د هېواد ولايت دی او دولت بايد بديل ورکړي، خو ټوټاپ دې پر خپل اصلي مسير تېره شي.

د هلمند مدني ټولنې غړي وايي، که ټوټاپ له خپل اصلي مسيره واوړي نو د هلمند ولسونه به پراخ لاريونونه پيل کړي.

ټوټاپ چې برېښنايي پروژه ده ويل کېږي د ترکمنستان له لارې کابل او بيا پر لويه پکتيا تېريږي خو په دې وروستيو کې يو شمېر سياستوالو او لوړ پوړو چارواکو د يادې پروژې د مسير د اړولو کوښښ کوي چې پر وړاندې د خلکو غبرګونونه راوپارېدل.