ټاکل شوې، نن له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو برخلیک څرګند شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66568
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-14

ټاکل شوې، چې نن د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې خبرو وروستی دریځ او جزئیات په ډاګه شي. د سولې عالي شورا سرچینو ویلي وو، چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه وروستۍ شوې او نن یکشنبه به یې برخلیک څرګند شي. ویل کیږي، چې د مذاکراتو نهايي شوې طرحه تېره شپه ولسمشر اشرف غني ته د وروستۍ پرېکړه په موخه استول شوې ده. د حزب د پلاوي غړي امین کریم هم تېره ورځ ویلي وو، چې د وروستي ځل لپاره به د سولې د خبرو اترو چمتو شوې طرحه د ولسمشر تر مېز ورسيږي او هغه به پرې فيصله وکړي. کریم ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به د ولسمشر محمد اشرف غني او انجنير حکمتيار ترمنځ د سولې هوکړه په کابل کې لاسليک شي.