راپورونه وايي، وسله والو تېره شپه په پغمان کې د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر کور راکټونه توغولي دي. رسنیو سیاف ته د نږدې سرچینو له خولې خبر ورکړی، چې دغه برید د حکومت وسله والې مخالفې ډلې طالبانو کړی دی. یادو سرچینو په پېښه کې د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي. سیاف یو له هغو کسانو دی، چې پر وسله والو طالبانو سختې نیوکې کوي او طالبانو هم څو ځلې پرې د برید هڅې کړې دي. د تېر کال په اګست میاشت کې هم د نوموړي پر کور راکټي برید وشو، خو چا ته په کې زیان نه و اوښتی.