پاکستان د افغانستان خاورې په ځینو سیمو کې ډیموګرافیکي سروې پیل کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 66571
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2016-05-15

سرنوشت ورځپاڼې ته رسېدلي معلومات ښيي چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته په افغان خاوره کې د ځايي خلکو د شمېر، کاروبار او له دولت سره د هغوی د اړیکو په اړه معلومات را ټولوي. پاکستان په دې وروستیو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې خوځښتونه ډېر کړي او د شنونکو په وینا، دغه هېواد غواړي چې ورو ورو د ډیورنډ فرضي کرښې ته د نړیوالې پولې حیثیت ورکړي. پاکستان دا مهال د ډیورنډ کرښې په مهمو ستراتیژیکو سیمو کې د تاسیساتو د جوړولو په حال کې دی، خو د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. د پکتیکا انګور اډه، د خوست ټني او ګربز، د هلمند مارجه او د ننګرهار تورخم او ګوشته هغه سیمې دي چې پاکستان په کې د تاسیساتو جوړولو کار پیل کړی دی او په ځینو سیمو کې ان څو کیلومتره دېخوا د افغانستان خاورې ته دننه شوې دي. د خوست ولایت اوسېدونکی او لیکوال عبدالرووف ننګیال وايي چې د خوست ګربز، علي شېر، سپېرې، ټنيو او د باک ولسوالۍ او همدارنګه د ځاځي میدان او مرکز متون ځینې سیمې له ډیورنډ کرښې سره نږدې پرتې دي. ننګیال سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې پاکستاني ځواکونه په ځینو سیمو کې له کرښې دېخوا د افغانستان خاورې ته را اوښتي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاکستانیانو د خوست د تڼیو د غرو پشیرلۍ، ماڼې کنډو، وړۍ خیصوره، ماما پونګه او یو شمېر نورې لوړې ستراتیژیکې څوکې نیولې دي. هغه وویل چې پاکستانیان لګیا دی د افغانستان په خاوره کې د دولت او ولس د اړیکو، د خلکو د وضعيت، په دولت کې د سیمې د خلکو د ونډې او د خلکو د شغل په اړه معلومات را ټولوي. ده زیاته کړه، پاکستانيانو یو شمېر خلک پیدا کړي چې د خلکو تر منځ د پاکستان په ګټه او د افغان دولت پر ضد تبلیغات کوي. دی زیاتوي چې پاکستان د دغو کسانو په مرسته د خلکو تر منځ تبلیغ کوي چې د نیول شوو سیمو پر وړاندې غبرګون ونه ښيي. د خوست اوسېدونکي ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو هلته یو شمېر کسان ګومارلي چې د سیمې د مخورو، ځوانانو، چارواکو او قومي مشرانو د ټیلېفون شمېرې راټولې کړي. عبدالرووف ننګیال وايي چې د خوست قومي مشرانو او ځوانانو د دې موضوع په اړه اړوند ادارو ته خبر ورکړی دی، خو تر اوسه یې عملي اقدام نه دی کړی. خو د خوست د والي ویاند دا خبر په کلکه ردوي او وايي چې د خوست په هېڅ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د مداخلې نښې نه دې لیدل شوې. د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د خوست ولایتي اداره به د هر هغه چا پر وړاندې ودرېږي او مخه به یې ونیسي چې د افغانستان پر خاوره تېری کوي. شنونکي د پاکستان د دې توطیې او نا قانونه عمل پر وړاندې د افغان حکومت پر چوپتیا نیوکه کوي. شنونکی غلام جیلاني ځواک وايي، له هغې ورځې چې د افغانستان حکومت له پاکستان سره د استخباراتي همکاریو هوکړه لیک او د سټنډرډ عملیاتي کړنلارې تړون لاسلیک کړي دي، په افغانستان کې د پاکستان پوځي او سیاسي مداخلې ډېرې شوې دي. ځواک سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې پاکستان د افغانستان په یو شمېر سیمو کې پر پوځي تاسیساتو سربېره د ننګرهار په ځینو سیمو کې خلکو ته د تذکرو د وېش لړۍ هم پیل کړې ده. د هغه په وینا، پاکستان په دې ډول غواړي چې د ډیورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلو لپاره ذهنیت جوړونه وکړي. نوموړي په دې برخه کې د حکومت پر چوپتیا اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «دا د پوښتنې وړ خبره ده چې ایا حکومت د کوم پټ توافق پر اساس چوپ دی او که اقدام نه کوي» بلخوا د افغانستان د سرحدي او قبایلو چارو وزارت مرستیال عبدالفغور لېوال وايي، پاکستان پټې هڅې پیل کړې چې د هندوکش غرونه د ډیورنډ کرښې او تورخم پر ځای د پولې په توګه وټاکي. لېوال چې پرون یې د سولې عالي شورا او د سولې او جکړې انسټیټیوټ ګډې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، که اټک او یا هم تورخم د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي پوله ومنل شي، بیا به هم افغانستان ته سوله را نه شي.