د سیاسي چارو ځيني شنونکي وايي چې د ملا منصور وژنه به د جګړې پر څرنګوالي ژور اغېز ونه کړي خو ښايي چې د حقاني ډله ورسره پیاوړې شي.
دغه راز هغوی زیاتوي چې روسانو په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې وې او دغه کار د امریکا او پاکستان د ناخوښۍ سبب ګرځېدلی و؛ ځکه دغه هېوادونه نه غواړي چې طالبان د نورو له لوري د دوی پر وړاندې وکارول شي.
په رسنیو کې ځیني داسې خبرونه خپاره شوي چې ملا منصور په مستعار نوم په پاکستاني پاسپورټ ایران ته سفر کړی و او هلته یې ښايي له روسي چارواکو سره هم کتلي وي.
د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د شنبې ورځې مازدیګر څه کم څلور بجې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان په «البندین» سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو حکومتونو د ملا منصور وژل کېدل تایید کړي، خو طالبان د نوموړي وژل کېدل ردوي.
د راپورونو له مخې، ملا منصور په البندین سیمه کې په داسې حال کې تر هوايي برید لاندې راغلی چې په موټر کې له یوه بل کس سره د تګ په حال کې و.
رسنیو ملا منصور ته منسوب د «ولي محمد» په مستعمار نوم د ملا اختر محمد منصور د پاسپورټ انځورونه هم خپاره کړي دي.
دغه راز د بلوچستان په یوه روغتون کې د دوو تنو د سوځېدلو جسدونو انځورونه هم رسنیو ته په لاس ورغلي دي چې ویل کېږي د ملا منصور او د هغه د چلوونکي دي.
معلومه نه ده چې ملا منصور په دغه موټر کې چېرته روان و، خو ځیني نا تایید شوي راپورونه وايي چې د هغه پر پاسپورټ د ایران ویزه لګېدلې وه.
د ملا منصور د وژل کېدو په اړه بېلابېلې انګېرنې او شننې کېږي.
یو شمېر شنونکي وايي چې ملا منصور په دې وروستیو کې له روسیې سره نږدې شوی و، نو ځکه د امریکا له خوا ووژل شو.
ځیني نور بیا وايي چې ملا منصور د سولې د خبرو پر وړاندې ستر خنډ و؛ ځکه د امریکا او پاکستان له خوا په ګډه له منځه یووړل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم دا خبره کړې چې ملا منصور د سولې د خبرو پر وړاندې ګواښ و؛ ځکه د امریکا لپاره مطلبي کس ګڼل کېده.
د چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، روسانو په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې وې چې دغه کار د امریکا او پاکستان د ناخوښۍ سبب ګرځېدلی و.
سعیدي زیاتوي، امریکا او پاکستان نه غواړي چې طالبان د نورو له لوري د دوی پر وړاندې وکارول شي.
نوموړي وویل چې پر دې سربېره، امریکا دا هم غوښتل چې د پاکستان هغه ادعا دروغ ثابت کړي چې تل به یې ویل، د طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې نه اوسېږي.
افغانستان د نړیوالو په منځګړیتوب پر پاکستان د فشارونو په راوستلو سره ونه شوای کولی چې وسله وال طالبان د پاکستان له لارې د سولې خبرو ته حاضر کړي.
افغانستان تل ویلي چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او ترهګر د پاکستان له خاورې په افغانستان کې جګړه تنظیموي.
دا چې د ملا منصور وژل کېدل به د سولې پر خبرو څه اغېز ولري، کارپوهان په دې اړه هم بېلابېل نظرونه لري.
د چارو شنونکی غلام جیلاني ځواک وايي چې د ملا منصور مړینه به د جګړې پر څرنګوالي کوم ژور اغېز ونه لري، بلکې ښايي جګړه نوره هم سخته شي.
د ځواک په وینا، که د طالبانو د ډلې مشري حقاني شبکه پر غاړه اخلي، نو دا ډله به لا پیاوړې شي.
خو ځینې نور بیا وايي چې د طالبانو د واحدې رهبرۍ نه شتون به د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.
د کارپوهانو په اند، د ملا عمر په وخت کې طالبانو واحده قومانده درلوده او د هغه له مړینې وروسته د مشرۍ پر سر له مخالفتونو سره سره ملا منصور په نسبي توګه وکړای شول چې د طالبانو د مشرۍ مقام خپل کړي.
احمد سعیدي وايي چې ښايي د ملا منصور راتلونکی ځایناستی ملا هیبت الله وي.
جیلاني ځواک هم وايي چې د طالبانو په ډله کې د رهبرۍ مدعیان ډېر دي او دا کار به د دې ډلې تر منځ اختلافونه لا ژور کړي.
د یادونې ده، شاوخوا یو کال مخکې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر تر مړینې وروسته ملا اختر منصور د دې ډلې مشري واخیسته خو د هغه له مشرۍ سره د ځینو طالبانو له مخالفتونو وروسته د ملا رسول په مشرۍ یو ډله طالبان بېل شول.