ترکمنستان سره د بریښنا د ټوټاپ پروژه چې په مټ به يي 500 میګا واټه بریښنا افغانسان ته صادره شي او له دې لار به پاکستان او هند هم له ترکمنستان سره ونښلي، یوه بشپړه اقتصادي او تخنیکي پروژه ده چې په اړه يي د دې برخې څانګپوهان او مسلکي کسان ښه پوهیږي او وروستۍ پریکړه به هم د دوی لخوا او د دوی په سلا تر سره شي.
د دې پروژې په اقتصادي او تخنیکي برخه بحث، زما پشان د ډېرو نورو نا مسلکي کسانو د واک له دایرې وتلی او نه ښای لکه د شړومبو مچ، سړی په هر څه کې ځان ورغوټه کړي!
خو له هغه ځایه چې ځیني شیطاني کړۍ غواړي په ملي کچه داسې یوه لویه ګټوره پروژه، د افغانانو له خولې واخلي، پروژه سیاسي کړي او په درواغو سره د خلکو د استازیتوب په نوم پرهغې سیاسي سوداګري وکړي، سړی اړباسي چې د هېواد د ملي ګټو د خوندیتوب په پار چوپ کښينني او پرینږدي چې څو تنه د پردیو په لمسون، دا پروژه له ناکامۍ سره مخامخ کړي!
د غوايي میاشتې په ۱۱ مه، د افغانستان د کابیني له غونډې وروسته چې هلته پریکړه وشوه، دا پروژه به د سالنګ پر لار کابل او بیا له هغه ځایه نورو سیمو او د سهیلي اسیا هېوادو ته ورلیږدي، یو شمير کسانو چې ډیرکی يي په هزاره وروڼو پورې تړاو لري او په سر کې يي کریم خلیلي، محقق او سروردانش ولاړ دي، د دې پریکړې په وړاندې په لاریون لاس پورې کړ.
محقق د اجراییه ریاست د مرستیالۍ د دوهم پست څخه د استعفی ګواښ وکړ او کریم خلیلي د بامیانو د لار پرځای د سالنګ لار د خپلو غوښتنو سره لیکه اعلان کړه چې په هیڅ بیه ترې د هغه په وینا د تېریدو والا نه دی.
فساد سره د مبارزې په هغه غونډه کې چې د یو شمېر نورو هېوادو په ګډون په لندن کې جوړه شوې وه، ولسمشر غني پخپلو څرګندونو کې د دې پروژې په اړه وویل« د سالنګ په لار له دغې پروژې څخه شپږ میلیونه خلک فایده من کیږي او د بامیانو په لاردوه میلیونه. که له بامیانو یی تیروو دري کاله به دا پروژه ځنډیږي، 600 میلیونه ډالره به تاوان کوو او 6 میلیونه خلک به په تیارو کې کیني!
تاسو قضاوت وکړۍ چې د یوې لارې 100000 خلک فایده من کیږي او له بلې 3000000، کومه به یی غوره وي؟»
بلخوا د سالنګ په لار دا پروژه ۱۲۰ کیلو متره لنډه پریوځي چې د ې برخه کې هم غټه سپما ترلاسه کېدای شي.
خو ولسمشر اشرف غني د دې لپاره چې په دې برخه کې يي د هر ډول تېروتنې مخه نیولې وي د کابیني له پریکړې سره سره يی د مۍ په ۹ مه، یوه کمیسیون ته دنده وسپاره چې د پروژې د پلیتوب لار دې بیا وارزوي او خپله ارزونه دې د وروستۍ پریکړې لپاره حکومت ته وړاندې کړي. د ارګ په اعلامیه کې په دې اړه ویل شوي« به منظور اینکه این دیدگاهها به شکل همه جانبه بازتاب پیدا کند و گامهای انکشافی (توسعهای) بزرگ با اجماع ملی به اجرا گذاشته شود، من کمیسیون ملی را توظیف میکنم تا اعضای آن در مشوره با نمایندگان مردم و فعالان سیاسی و مدنی و تخصصی تعیین شوند تا با مرور و بررسی همه جانبه اسناد، اوراق و اقدامات مربوط به این پروژه ملی، دیدگاه کامل و منسجمی را که هم بعد اقتصادی و هم تاثیرات اجتماعی آن را بررسی کرده باشد و دیدگاه رو به آینده داشته باشد، به من و حکومت ارائه کند تا در روشنی آن تصامیم درآینده اتخاذ شود»
د ولسمشر له دومره پراخ نظر سره سره، بیا هم دغه کړیو د لندن په غونډه کې څو تنه تنکي او له افغانستانه ناخبره هزاره ځوانانو ته دنده سپارلې وه، چې په نړیوال دریځ، د ولسمشر په وړاندې پورته شي او هسې څه ووايي چې د افغانستان حیثیت او ملي پرتم پرځمکه ووهي!
پر داسې دریځ د خپل ولسمشر سپکاوي، د ټول ملت سپکاوي دی چې هیڅکله هم د بخښنې وړ نه دی!
د دې لیکنې پر مهال مې په اریايي بریښناپاڼه کې د افغانستان د پخواني لومړي وزیر سلطان علي کشتمند لیکنه د«مبارزه دادخواهانه جانبداران عبورخط برق بخشی ازپروژه توتاپ »تر سرلیک لاندې تر سترګو تېره شوه.
ښاغلی کشتمند که ټول افغانستان په اصطلاح اوبه یوسي او کنډواله کنډواله شی په رسنیو کې يی څوک څرک نه ویني. خو کله چې د هزاره وروڼو پر پزه مچ کښيني، یو دم لکه د بریښنا څړیکه که اسمان شین هم وي راپړک وهي او رسنیو ته راودانګي څو ثبوت کړي چې دی هم هزاره دی او باید له یاده ونه وځي!
د ده لیکنه د فشنر کمپنۍ د پخوانیو مالوماتو پر بنسټ لیکل شوې او د دې کمپنۍ نوې ارزونه چې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په پام او په تېره بیا کله چې هندوستان د حاجي ګګ د اوسپنې کان له استخراجه په شا لاړ، په پام کې نه نیسي. په دې لیکنه کې د ده دریځ کټ مټ هغه څه ته ورته دی چې څو ورځې مخکې د محقق، سرور دانش او کریم خلیلي په څرګندونو کې ورسره افغانان اشنا شوي دي.
دلته يي څو جملې د قضاوت او بېلګې لپاره کټ مټ رااخلم« آنان با شتابزدگی و دستپاچکی دست به کار شده اند تا نه تنها راه عبور خط انتقال برق را بلحاظ فزیکی، بلکه مسیر فکری و هدف های مبارزه را با تعبیرهای نادرست تبارگرایانه و گزارش های منفی، تغییر بدهند...... به امید پیروزی دگرنگری و دورنگری برنظر تنگی و خرد گریزی و واقع گرایی برفرصت طلبی سیاسی!»
خو که د ښاغلي کشتمند پورته څرګندونې چې د لیکنې کوچ يي ګڼل کیږي او ټوله لیکنه يي د خپل همدې بړاس«تبارګرایانه» د ایستلو لپاره کښلې، د ولسمشر غني د هغه څرګندونو او پراخ نیت سره چې د کمیسیون د ګمارلو او د هغه د دندو په اړه يي کړې، پرتله شي چې پورته ورته اشاره شوې، د ځمکې او اسمان ترمنځ هومره توپير لري!
یو مهال د لومړي وزیر پتوګه، د داسې کس څرګندونې چې د افغانستان پرځای د یوې ځانګړې سیمې او د ملت پرځای د یوې ټاکلې ایتنیکې ډلې لپاره کیږي، د شرم خبره ده!
د ۲۰۱۶ کال د مۍ ۱۴ مه